پښتو سفر نامه کمراټ

سفر نامه کمراټ

ليکوال ولی خان ناصر

ده کمراټ ليدل مي ډير لوي ارمان وو چې ده قدرت دغه ښايست کم چی مي په بېلابېلو ويډيو او انځورونو کي ليدلی وو په خپلو سترګو ووينم. ده دي ده پاره مي له ډيرو هڅو پس ملګري کاني کړو چي کمراټ ته ځو نو ده سحار په ۹ ساعته موږ په ښپاږ تنه مشتمل يوا قافله چی پکي ځه.نياز محمد.امين الله.نقيب الله.انورشاه او معراج الدين وو له ږوب جنوبي پښتونخوا سخه ده کمرات پر لور روان سو.
ده قافلي مښر ده ملګرو په مشوره ځه وټاکل سوم او سفر مو پيل کړو .له ږوبه مږ ده ډيره اسماعيل خان په لياره مخ په لوري پیښور ته روان وو ځاي په ځاي د کمي وقفي ورسته مږ ماخوستن پيښور ته ورسېدو چي هلته زمږ ملګري ساحل خان موږ ته په انتظار ولاړ وو.

ده ماخوستن د ډوډي بندوبست ساحل خان په خپل کور نوشيره کې کړي وو. ده ډوډي ورسته ده ساحل خان سره دمره په ګپه ښو چي په ده پوي هم نشو چی سنګه ده ښپي دوه بجي سوي او ده لږ ساعت دمي په غرږ بسترو ته ننوتو ځکه چی سحار مو بيا سفر په مخه وو.
سحار ۸ بجي له خوبه بيداره سو ځانونه مو تيار کړل ساحل خان ناشته راوړه ناشته مو وکړه ده ساحل خان د ميلمستيا مو ستائنه وکړه او رخصت مو ږني واخيست يوځل مو بیا سفر پيل کړو.ده پيښور نه ده اسلام اباد موټروي ته وختل او ده مردان په انټرچين ده موټروي نه واپس ووتو او ده ملاکنډ په لور روان شو.
ده ملاکنډ ده غره ده ښایست نه مو څه خوندونه واخېستل او ده لنډي دمي ورسته ده بټخيلي او د چکدري په لاره ځاي په ځاي مو د قدرت دغه ده شنو اوبو او دشنو او لوړو غرونو حسن په کيمره کي بندولي او د ځان سره مو وړلي چی ګورو نو تيمرګره بازار را ورسېدو.
له موږ سره ملګري نقيب الله هر وخت وژي وي نو چي يه په تیمرګره کي چپلي کباب وليد نو يه وئيل ده به خورو او واقعي چي ډير لا خونده ډک وو.
لا تیمرګره نه مو بيا ده سوات ده سند په غاړه سفر پيل کړو او ټوله لاره مو ده قدرت دغه ښايست ته په واږه خوله کتل او خوندونه مو تري اخستل.
ځاي په ځاي به مو عکس بندي هم کوله او ده رنګه موږ ماخوستن اته بجي شيرنګل بازار ته ورسېدو. مخته لاره لا پاته وه چونکه موږ له لاري سره نابلده وو نو مو مشوره وکړه چي ښپه به دلته شيرنګل بازار کې وکو .
دلته مو هوتل کي کمره ونيوله هوټل ده سند په غاړه وو ټوله ښپه د يارانو محفل وو او د سند غاړه ده اوبو شور ځانته خپلي سندري وئيلي.
سحار وختي مو ده بازار نه ده ضرورت سامان لکه غوښه او نور شيان راوخستو او دري ساعته سفر وروسته تل بازار ته ورسېدو تر تل بازار پوري لار سمه ده لا هغه ورسته نيم ساعت لار خرابه ده اکثره خلګ خپل ګاډي تل کي ودروي او هغه ځاي نه جيپ کرايه کي خو موږ خپل ګاډي ده ځان سره بوږده . او اخر ده انتظار ګهړي ختم ښوه او موږ کمرات ته ورسېدو هلته مو دوه کمري په آته سوه ونيولي.
ملګري ستړي وو د سفر نه. کمره کي مو چاي پخي کړي او ځه ده کمري نه باهر او ووتم نو ده سند د اوبو شور مي ځان ته وربللم. له ما هم صبر نه کېدو ملګرو ته مي وئيل کا تاسو دمه کوي ويکي ځه خو د سند غاړي ته ځم چي هغه ننداره په خپلو سترګو ووينم کمه چي مي په بېلابېلو ويډيو او انځورونو کي ليدلی وه ملګري هم ويلي موږ هم درسره ځو کيمره مو را واخستله او ده سند په لور روان سو. سند له کمري نه لس منټه د پيدل لاره وه خو چي سمره ور نږدي کيدم دومره ده اوبو شور ځانته خپلي سندري وئيلي .
او اخر هغه ننداره ځما تر مخ وه کمي ننداري ته چي مي ډير وخت انتظار کړي وو.
ښا او خوا ګڼړ ځنګل هسکي هسکي وني د دي ونو په منځ کي د شنو اوبو سند روان يو څه ساعت خو مي ډي ننداري ته بس صرف کتل .
او بيا مي سترګي په هغه ماته ونه ولګيدي کمه چي نړيدلي وو او په اوبو يه د ېښي وه او د پله کار يي ځني اخست ده بيا ځانته خپل حسن وو.
اوبو ځان ته مرغانو ځان ته خپلي سندري وئيلي د سند هغي غاړي ته پوري وتو او هغي غاړي ته يو ګڼړ ځنګل هو يخه سړه هوا تر ځنګنو پوري شنه واشه ولاړ وو چي د پښو تګ پکي ډير خوند کولو.
موږ هم کيمره په لاس وه دهغه خوندونه مو په کيمره کي بندول لګيا وو تر ماښام پوري د سند په غاړه تر ډيره ځايه مو پيدل سفر وکړو او ماښام خپل هوټل کمري ته رالو .ده هوټل خوراک څه معياري نه وو نو مو خپله کمره کي خپل پختن وکړو.
او تړ ټولو مهم خبره د ده چي الته صرف د ټيليفون ږنګ تر حده پورې سګنل کار کوي نو ده يارانو محفل ټوله ښپه تود وو ځکه چي نيټ کار نه کوي.
ده ښه ګپ شپ نه پس د هوټل مخه چي ښه فراخه وه هلته مو خپل کلتوري اتن پيل کړو او په هوټل کي د ملک ده نورو سيمو لاهور او ده پنجاب نه راغلي سيلانيانو هم ږموږ د اتن په د ميله کي ګډون وکړو او تمامه ښپه د سلسله روانه وه.
سحار بيا لا وخته پورته ښو چښمي ته به تلو کم چې پيل دوه ګهنټي لار وه ده هوټل نه نو پيدل ولاړو هلته مو ورځ تيره کړه ماښپن بيرته هوټل ته رالو زړه خو مي غوښتل چې بس دلته د سند ده غاړي سره خپله کيږدي ودروم او دلته پاتي ښم خو داسي ممکنه نه وه موږ مخته د ناران تيارې وه بس هم دلته د کمراټ سفر پاي ته ورسيدو.

15 Likes

Beautifully portrayed the beautiful tourist spot of Pakistan. Its a super natural place . Also a heaven for hikers.

4 Likes

Such an amazing place, Pakistan is a beautiful country. Thank you for your beautiful post @Walikhan12

5 Likes

@Walikhan12 شکریہ جناب پاکستان کا ایک خوبصورت خطہ دنیا کو دکھانے کا باہ مہربانی ساتھ میں انگلش لینگویج کا آپشن بھی ایڈ کر دیں

3 Likes

ماشااللہ بہت خوب جناب

1 Like

آپ کا بهی شکریہ مثبت رائے دینے کا

شکریہ جناب